د افغانستان د ازادۍ جبهه وايي، د دې جبهې ځواکونو په کابل کې د طالبانو د مشر ملابت الله درې ساتونکي وژلي دي.
دغې جبهې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه برید تېره شپه ۸:۱۵ بجې د کابل ښار د شاه دوشمشېره جومات ته څېرمه د یوه هدفي ماین په مټ ترسره شو.
په اعلامیه کې ویل شوي چې د ازادۍ جبهې ځواکونو د قلعه زال په موقتي امنیتي کمربند کې د طالبانو د مشر ځانګړی ساتونکی په نښه کړی دی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغه برید کې د ملا هبت الله درې ساتونکي وژل شوي او یو بل ټپي دی.
وسله والو طالبانو د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.
په همدې حال کې د طالبانو مشر له څو ورځو راهیسې په کابل کې دی چې د طالبانو له مشرانو سره سلا مشورې وکړي.
په دې موده کې يې د طالبانو د کندهاري څانګې او د حقاني شبکې له مسوولينو سره ګڼې ناستې کړې دي.
جمهورخبري آژانس