۰

لوګر کې د طالبانو پر پوځي مرکز هوايي برید: ۲۰ ټپیان ملکي وګړي روغتون ته وړل شوي دي

یکشنبه ۳۰ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۰۰
په لوګر کې ځايي سرچينې وايي، په لوګر کې د طالبانو پر پوځي مرکز د امريکايي ځواکونو له هوايي بريد وروسته شل تنه ټپيان د پل علم ښار ولايتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
لوګر کې د طالبانو پر پوځي مرکز هوايي برید: ۲۰ ټپیان ملکي وګړي روغتون ته وړل شوي دي
په لوګر کې ځايي سرچينې وايي، په لوګر کې د طالبانو پر پوځي مرکز د امريکايي ځواکونو له هوايي بريد وروسته شل تنه ټپيان د پل علم ښار ولايتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه ټپيان د محمداغې ولسوالۍ د شکر کلا، سرخ اباد، زاهد اباد او ابپران له کليو څخه روغتون ته لېږدول شوي دي.

ویل شوي، چې د چاودنې شدت دومره وو، چې د طالبانو د کمپ شاوخوا د کلیو د کورونو ښیښې ماتې شوې، چې له امله یې د سیمې اوسېدونکي ټپیان شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه برید کې د طالبانو د وسلو او مهماتو یوه لویه زېرمه هم له منځه تللې ده.

ځايي اوسېدونکي وايي، چې ښايي په دې بريد کې په دې قرارګاه کې مېشت ټول طالبان وژل شوي وي. خو طالبانو د دغه برید د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

ویل کیږي چې دا برید د امریکا د بې پیلوټه الوتکې لخوا شوی دی.

خو تر اوسه د دغه برید دقیق هدف معلوم نه دی. خو تر دې وړاندې هم طالب جنګیالیو له همدې اډې څخه څو ځلې امریکايي بې پیلوټه الوتکې ویشتلي دي.

طالبانو په دغه ډول بريد کې لاس لرل رد کړي، خو ويلي يې دي، چې په دغه کمپ کې د مهماتو يوه زېرمه د دې ډلې د يوه جنګيالي د بې احتياطۍ له امله چاودنه شوې ده.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي