۰

د اسلامي همکاریو سازمان د بامیان د پېښې د عاملینو د مجازات غوښتنه وکړه

سی شنبه ۱ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۱۸
د اسلامي همکاريو سازمان په باميانو ولايت کې پر بهرنيو سيلانيانو د وسله وال بريد د عاملينو د محاکمې او سزا غوښتنه کړې ده.
د اسلامي همکاریو سازمان د بامیان د پېښې د عاملینو د مجازات غوښتنه وکړه
د اسلامي همکاريو سازمان په باميانو ولايت کې پر بهرنيو سيلانيانو د وسله وال بريد د عاملينو د محاکمې او سزا غوښتنه کړې ده.

دغه سازمان د دوشنبې په ورځ د ثور په ۳۱مه یوه اعلامیه خپره کړه او ویې ویل چې «د دغه ډول غیر منطقي برید تر شا د اصلي انګیزې او د اصلي انګیزې د معلومولو لپاره باید لازمې څېړنې وشي».

دا پیښه د جمعې په ورځ د ثور د میاشتې په ۲۷ نیټه وروسته له هغې رامنځته شوه چې وسله والو د بامیان په مرکز کې پر بهرنیو سیلانیانو ډزې وکړې.

په دې پېښه کې ۳ هسپانوي او ۳ افغان اتباع وژل شوي او ۴ بهرني سیلانیان او ۳ نور افغانان ټپیان شوي دي.

داعش د دې پېښې پړه پر غاړه اخیستې ده.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي