۰

عزت الله ځواب د طالبانو له زندان څخه خوشی شو

سی شنبه ۱ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۵۶
د پښتو ژبې شاعر عزت الله ځواب چې په طالبانو یې نیوکه کولې، د دې ډلې له زندان څخه خوشی شوی دی.
عزت الله ځواب د طالبانو له زندان څخه خوشی شو
د پښتو ژبې شاعر عزت الله ځواب چې په طالبانو یې نیوکه کولې، د دې ډلې له زندان څخه خوشی شوی دی.

د عزت الله ځواب زوی ویلي، پلار یې د ثور په ۳۱مه د طالبانو له زندانه خوشې او له خپلې کورنۍ سره يو ځای شو.

نوموړی شاوخوا څلور میاشتې وړاندې د کابل-ننګرهار له لویې لارې د وسله والو طالبانو له خوا وتښتول شو او زندان ته واچول شو.

باید وویل شي، چې ځواب د طالبانو په اړه د طنزیه او انتقادي شعرونو له امله زنداني شوی و.

ښاغلي زواب تر نيول کېدو مخکې په کابل کې د "مينه" په نامه د يوې مجلې مديريت کاوه چې ادبي او طنزيه مواد لري.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي