۰

په کندهار کې د داعش ډله ییز برید نه ورسته طالبانو غونډه وکړه

سی شنبه ۱ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۳۹
په کندهار کې د داعش له انتحاري حملو وروسته طالب چارواکو په دغه ولایت کې امنیتي غونډه کړې ده.
په کندهار کې د داعش ډله ییز برید نه ورسته طالبانو غونډه وکړه
په کندهار کې د داعش له انتحاري حملو وروسته طالب چارواکو په دغه ولایت کې امنیتي غونډه کړې ده.

د کندهار ولايت مقام نن سه شنبه د غبرګولي په لومړۍ نېټه د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د دې ډلې مسوولينو د يوې غونډې په ترڅ کې د دغه ولايت امنيتي وضعيت وڅېړل.

د خبرځاى د څرګندونو له مخې: په دې کتنه کې چې د دغه ولايت د والي حاجي ملاحسين، د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو د قوماندان سمونمل سميع الله حزب الله، د امنيې قوماندان شيراحمد تواب، د دغې ډلې د يو شمېر نورو لوړپوړو امنيتي مسوولينو او قوماندانانو په ګډون جوړه شوې وه.

خبرځاى زياته کړه چې په دې غونډه کې په کندهار کې د دغې ډلې د مسوولينو د دندو په بشپړ تطبيق ټينګار وشو او وويل شول چې د قندهار په بيلابيلو سيمو کې دې د سرتيرو ګزمې منظمې او زياتې شي څو د زياتو بريدونو مخه ونيول شي. په دې ښار کې امنیتي پېښې رامنځ ته کېږي.

په اعلامیه کې راغلي چې "[جنګیالیو] ته تجهیزات او روزنه ورکړل شوې او د دوی اړتیاوې پوره شوې، او دوی باید د امنیت د تامین لپاره وکاروي."

د خبرځاى د څرګندونو له مخې: په دې غونډه کې د کندهار مرستيال والي حيات الله محب د کندهار ښار د ټولو ولسواليو امنيه قوماندانانو ته امر وکړ، چې هره ورځ په غونډه کې ګډون وکړي او د دې ډلې جنګيالي له خپلو دندو خبر کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په کندهار کې پر طالب جنګیالیو د داعش له لوري پرله پسې بریدونه کیږي.

په تازه پېښه کې تېره ورځ د کندهار ښار په «ایده کابل» کې د داعش ډلې له خوا پر یو شمېر طالب جنګیالیو برید وشو، چې په پایله کې یې د دغې ډلې ۶ جنګیالي ووژل شول او ۱۵ نور ټپیان شول.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي