په بامیان کې د طالبانو د والي دفتر وايي چې یوه ایټالوي موسسه به د فلورېنس پوهنتون په همکارۍ په بامیان کې د غارونو اوسېدونکو او بې وزلو کورنیو ته سل کورونه جوړ کړي.
دغه دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د "وينټو" موسسې مشرې اني بالي د غبرګولي په ٢مه، په باميانو کې د طالبانو له والي عبدالله سرحدي سره په کتنه کې وويل، چې د يادو کورونو د جوړولو چارې به ډېر ژر پيل شي.
هغه چې د ايټاليا د فلورېنس پوهنتون له رئيس پروفيسور دالي سره يې په باميانو کې د طالبانو له والي سره وکتل، وويل چې د دغو کورونو پر جوړولو به درې سوه زره امريکايي ډالره لګښت راشي.
د هغه په وينا، دغه کورونه به په پاخه او اساسي ډول جوړ شي.
د ايټالوي موسسې مشر دا هم وويل، چې دوى د باميانو په مرکز کې د زرګران ښارګوټي د ښه والي لپاره هم معيارونه وضع کوي.
هغه زياته کړه، چې د دغه ښارګوټي د ښه والي په پلان کې د سيلابونو کانالونه، خندقونه، سړکونه او د استوګنې دننه کوڅې شاملې دي.
جمهورخبري آژانس