۰

لانګ وار ژورنال: په افغانستان کې مقاومت مخ په زیاتیدو دی

پنجشنبه ۳ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۱۱
لانګ وار ژورنال لیکلي چې د طالبانو پر وړاندې مقاومت د ډلو د شمېر او تنوع له مخې مخ په زیاتېدو دی. خو لا هم د دغې ډلې حکومت ته ګواښ نه ګڼل کېږي.
لانګ وار ژورنال: په افغانستان کې مقاومت مخ په زیاتیدو دی
لانګ وار ژورنال لیکلي چې د طالبانو پر وړاندې مقاومت د ډلو د شمېر او تنوع له مخې مخ په زیاتېدو دی. خو لا هم د دغې ډلې حکومت ته ګواښ نه ګڼل کېږي.

دې مجلې په خپله وروستۍ ګڼه کې زیاته کړې چې د طالبانو د نسکورولو لپاره د مقاومت یوازینی چانس دا دی چې اختلافات یوې خواته کړي او یو همغږي سازمان جوړ کړي.

ویل سیلبر چې په افغانستان او عراق کې یې د څلورو کلونو د جګړې خبر ورکړی، په دې مقاله کې لیکلي چې سږ کال به د طالبانو پر ضد بریدونه زیات شي. خو دا مقاومت لا هم نوی دی چې د طالبانو د حکومت لپاره یو ګواښ دی.

نوموړي په دې مقاله کې ویلي چې د طالبانو د نسکورولو لپاره د مقاومت ډلو لپاره یوازینی چانس چې کولی شي مالي سرچینې او جنګي ځواکونه راجلب کړي، دا دی چې خپل منځي اختلافات یوې خواته کړي او یو همغږي سازمان جوړ کړي.

په دې راپور کې چې د مقاومت د جبهې د ویاند علي میثم نظري، د افغانستان د ازادۍ جبهې مشر یاسین ضیاء او د متحدې جبهې مسوول سمیع سادات په ګډون د مقاومت د ډلو له جګپوړو غړیو سره خبرې اترې شوي دي. په افغانستان کې داعش او نورې سخت دریځې ډلې په افغانستان کې د مقاومت پر وړاندې له سترو ګواښونو څخه یاد شوي دي.

په دې څیړنه کې ویل شوي چې د مقاومت جبهه د مبارزې دریم فصل ته داخلیږي او پلان لري چې په ټول افغانستان کې خپل عملیات پراخ کړي. خو ښاغلي نظري په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو کې په پنجشیر او د شمال په ځینو نورو سیمو کې د مقاومت د جبهې له ناکامه مقاومت وروسته دغې مجلې ته وویل چې د جبهې تمرکز په هدفي او ستراتیژیکو بریدونو دی.

سیلبر لیکلي چې د مقاومت جبهې د ملاتړ مرکز د افغانستان په شمالي سیمو کې دی، خو دغې جبهې اعتراف کړی چې د افغانستان په اړه د خپل ډیموکراتیک، غیرمتمرکز او څو اړخیز لید د تحقق لپاره پراخ ملاتړ ته اړتیا لري.

ښاغلي نظري وویل، په دې جبهه کې د پخوانیو امنیتي بنسټونو پر غړو سربېره د پښتون، تاجک، هزاره او ازبک توکمونو خلک هم برخه لري.

سیلبر لیکي، چې د افغانستان د ازادۍ جبهه هم د مقاومت جبهې ته ورته تګلاره لري او په ځینو مواردو کې همکاري کوي. 

ياسين ضيا دغې مجلې ته وويل، چې په تېرو کلونو کې د دې جبهې بريدونه زيات شوي دي.

د جنرال سمیع سادات په مشرۍ د افغانستان د متحدې جبهې مشر، چې د تېر حکومت یو له جګپوړیو پوځي قوماندانانو څخه و، لونګوار ژورنال ته ویلي، چې د دې جبهې هدف د افغانستان ازادول او د اساسي قانون رغول دي.

د متحد افغانستان ډلې د خپل نوي طبیعت له امله تر اوسه پر طالبانو د وسله وال برید پړه نه ده منلې او اوس یې تمرکز پر سیاسي مبارزې دی.

د افغانستان د نجات ملي مقاومت شورا هم د یوې داسې ډلې په توګه یادې شوې چې د طالبانو پر وړاندې یې د پوځي او سیاسي مقاومت غږ کړی دی.

د لونګوار ژورنال لیکوال وايي، دې حقیقت ته په پام سره چې په تېر حکومت کې اکثره پخواني جهادي مشران چې د دې شورا مشري یې نه درلوده، په افغانستان کې دننه د خلکو باور ترلاسه کول ګران کار دی.

د لانګ وار ژورنال په راپور کې د امرالله صالح په مشرۍ د شنه بهیر په اړه هم راغلي چې فعالیت یې پر استخباراتي عملیاتو متمرکز دی او په دې وروستیو کې یې د طالبانو د استخباراتي افسرانو نومونه او د دې ډلې په نوي پوځ کې د خیالي سرتېرو د ستونزې په اړه څرګندونې کړي دي.

د افغانستان د ازادۍ جبهه چې ادعا کوي په کندهار کې فعاله ده هم په دې راپور کې یادونه شوې ده. د دې جبهې مشري لومړی د عبدالمتین سلیمانخېل په غاړه وه او اوس یې د اردو د ځانګړو ځواکونو قومندان ناصر وزیري په غاړه لري.

جنرال وزیري لونګوار ژورنال ته وویل، دغې ډلې په ۲۰۲۲ کال کې خپل فعالیت پیل کړ او تر دې دمه یې ډېر تمرکز د معلوماتو پر راټولولو دی. هغه وويل: "اوس موږ خپل بريدونه پيل کړي دي."

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي