د طالبانو تر واک لاندې د ازموینو ملي بورډ په ۱۴۰۳ کال کې د نجونو له ګډون پرته د کانکور ازموینې د اخیستلو نېټه اعلان کړه.
د دې ادارې مشر عبدالباقي حقاني نن پنجشنبه د غبرګولي په درېیمه په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې د سږني کال د کانکور ازموینه به په پنځو پړاوونو کې له کاندیدانو واخیستل شي.
حقاني زياته کړه چې د کانکور ازموينې لومړى پړاو به د وږي مياشتې له ١٧مې تر ١٩مې په وردګو، لوګر، پروان، کاپيسا، پنجشېر، غزني، پکتيا، پکتيکا، کونړ، زابل، باميان، سمنګان، بادغيس، هرات، غور او نورستان ولايتونو کې ترسره شي.
د هغه په وينا، دويم پړاو به د سرطان په لومړۍ او دويمه نېټه په کابل کې ترسره شي.
حقاني څرګنده کړه، چې دریم پړاو به د سرطان په اوومه او اتمه په تخار، کندز، بلخ، جوزجان، سرپل، فاریاب، اروزګان، بغلان، دایکندي او بدخشان ولایتونو کې ترسره شي.
هغه زياته کړه، چې د کانکور څلورم پړاو ازموينه به د سلواغې له ١٤مې تر ١٦مې په ننګرهار، لغمان، خوست، کندهار، هلمند، فراه او نيمروز ولايتونو کې ترسره شي.
د هغه په وينا، د بېلابېلو نوماندانو د کانکور ازموينې پنځم پړاو به د سرطان په ٢٢مه پيل شي.
د يادونې وړ ده، چې طالبانو سږ کال د کانکور په ازموينه کې نجونو ته د زده کړو اجازه نه وه ورکړې.
جمهورخبري آژانس