۰

قرغزی چارواکی: ترهګر د افغانستان په شمال کې زیات تمرکز کوی

شنبی ۵ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۴۶
د قرغزستان د ملي امنیت د کمېټې مشر قمچی بیک تاشییف وايي، د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د ترهګرو تمرکز زیات شوی دی.
قرغزی چارواکی: ترهګر د افغانستان په شمال کې زیات تمرکز کوی
د قرغزستان د ملي امنیت د کمېټې مشر قمچی بیک تاشییف وايي، د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د ترهګرو تمرکز زیات شوی دی.

تاشییف د جمعې په ورځ په بشکیک کې د مشترک المنافع هیوادونو په امنیتي غونډه کې وویل چې تروریستي سازمانونه او د هغوی ملاتړي د خپلو ستراتیژیکو موخو د ترلاسه کولو لپاره په نړۍ کې له ټولنیزو او سیاسي کړکیچونو څخه په استفادې غواړي.

د روسیې خبري اژانس تاس د تاشییف په حواله راپور ورکړی چې د افغانستان په شمالي ولایتونو باندې د ترهګرو تمرکز زیات شوی دی او دا موضوع د ملګروملتونو د خپلواکې ټولنې د غړو هیوادونو د جنوبي سرحدونو لپاره یو ګواښ ګڼل کیږي.

راپور په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

د يادونې وړ ده، چې د ملي امنيت او د ګډو ګټو د خپلواکو هېوادونو د ځانګړو خدمتونو د ادارې د اجراييوي شورا غونډه د قرغزستان په پلازمېنه بشکيک کې جوړه شوې وه.

ویل شوي، چې د دې غونډې غړي به د سیمې پر امنیتي وضعیت او د ترهګرۍ له امله د رامنځته شویو ګواښونو په ګډون افغانستان ته د ورپېښو ګواښونو په اړه خبرې وکړي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي