۰

د طالبانو د مرکزي بانک پلاوی مالیزیا ته تللی

شنبی ۵ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۱۷
د طالبانو تر کنټرول لاندې مرکزی بانک اعلان کړی چې د دغه بانک پلاوی د مالیزیا په رسمی بلنه د نړیوال اسلامی اقتصادی او مالی فورم په کلنی نړیوال کنفرانس کښې د ګډون لپاره مالیزیا ته تللی دی.
د طالبانو د مرکزي بانک پلاوی مالیزیا ته تللی
د طالبانو تر کنټرول لاندې مرکزی بانک اعلان کړی چې د دغه بانک پلاوی د مالیزیا په رسمی بلنه د نړیوال اسلامی اقتصادی او مالی فورم په کلنی نړیوال کنفرانس کښې د ګډون لپاره مالیزیا ته تللی دی.

دغه بانک نن شنبه (د غبرګولي ۵ مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه پلاوی د مالیزیا د مرکزي بانک له خوا د سفر په لومړۍ ورځ په جوړه شوې غونډه کې د ګډون په موخه روانېږي. په دې غونډه کې د اسلامي هېوادونو د مرکزي بانک او نورو مرکزي بانکونو استازي رابلل شوي وو چې د اسلامي بانکدارۍ د پراختیا په اړه خپل نظریات او تجربې شریکې کړي او لازم تصمیمونه ونیسي.

طالبانو ویلي چې دغه پلاوی به د خپل سفر په دوهمه او دریمه ورځ د نړیوال اسلامي اقتصادي او مالي فورم تر عنوان لاندې په دوه ورځني کنفرانس کې چې د مالیزیا د حکومت له خوا په لاره اچول کیږي ګډون وکړي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي