۰
روسي چارواکی:

امریکا او بریتانیا د افغانستان د بې ثباته کولو لپاره له ترهګرو سره همکاري کوي

شنبی ۵ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۴۰
د روسیې د بهرنیو استخباراتو د ادارې مشر سرګي ناریشکین ویلي، د امریکا او بریتانیا استخبارات له ترهګرو سره د افغانستان د بې ثباته کولو لپاره کار کوي.
امریکا او بریتانیا د افغانستان د بې ثباته کولو لپاره له ترهګرو سره همکاري کوي
د روسیې د بهرنیو استخباراتو د ادارې مشر سرګي ناریشکین ویلي، د امریکا او بریتانیا استخبارات له ترهګرو سره د افغانستان د بې ثباته کولو لپاره کار کوي.

د روسیې خبري اژانس ټاس د دغه روسي چارواکي په حواله راپور ورکړی، چې القاعده او داعش د امریکا او برتانیا د استخباراتي ادارو له خوا رامنځته شوي «کرکه لرونکي ترهګریز سازمانونه» دي.

هغه زیاته کړه، واشنګټن او لندن په افغانستان او د منځنۍ اسیا د هېوادونو د وضعیت د بې ثباته کولو لپاره له ترهګرو ډلو سره همکاری کوی.

هغه ټینګار وکړ چې سوریه د دې مسئلې یوازینۍ ښکاره بېلګه نه ده، بلکې افغانستان هم له دغې سیمې څخه تر ټولو زیات زیانمن شوی دی.

روسي چارواکو په وار وار امریکا او نور لویدیځ هیوادونه د ترهګرو ډلو په کارولو سره د اسیا د هیوادونو د بې ثباته کولو تور لګولی دی.

په ورته وخت کې د قرغزستان د ملي امنیت د کمېټې مشر هم ویلي، چې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د ترهګرو ډلو تمرکز په ډېرېدو دی.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي