۰

د فوټسال په نړیوال جام کې د افغانستان سیالان معلوم شول

دوشنبه ۷ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۰۷:۲۹
په ازبکستان کې د ۲۰۲۴ کال د فوټسال نړیوال جام ته د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې سیالان معلوم شول.
د فوټسال په نړیوال جام کې د افغانستان سیالان معلوم شول
په ازبکستان کې د ۲۰۲۴ کال د فوټسال نړیوال جام ته د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې سیالان معلوم شول.

د فوټسال د نړیوال جام د غوراوي مراسم تېره شپه د ازبکستان په سمرقند ښار کې ترسره شول.

د دغه قرعه کشۍ پر بنسټ، د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله په "C" ګروپ کې د ارجنټاین، اوکراین او انګولا د فوټسال له ملي لوبډلو سره وه.

د فوټبال د نړیوال جام د غوراوي په مراسمو کې د فوټبال د ملي لوبډلې مشر روزونکي مجید مرتضوي او د دغې لوبډلې مدیر ناصر صداقت هم حضور درلود.

د یادونې وړ ده چې د ۲۰۲۴ کال د فوټسال نړیوال جام به د سپټمبر له ۱۴مې د اکټوبر تر شپږمې پورې په ازبکستان کې د ۲۴ لوبډلو په ګډون ترسره شي.

دا لومړی ځل دی چې د هېواد د فوټسال ملي لوبډله نړیوال جام ته لار پیدا کوي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي