۰

اوچا: د غور او فاریاب سیلاب ځپلي عاجلو مرستو ته اړتیا لري

دوشنبه ۷ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۰۷:۳۲
OCHA یا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي، د غور او فاریاب سیلاب ځپلي خوراکي او سرپناه ته بېړنۍ اړتیا لري.
اوچا: د غور او فاریاب سیلاب ځپلي عاجلو مرستو ته اړتیا لري
اوچا یا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي، د غور او فاریاب سیلاب ځپلي خوراکي او سرپناه ته بېړنۍ اړتیا لري.

دغه سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په دغو دوو ولایتونو کې وروستیو سیلابونو لږ تر لږه ۱۳۴ کسان وژلي دي.

د اعلامیې له مخې یوازې په فاریاب کې ۸۴ تنه مړه، ۵ تنه ټپیان او ۴۰ تنه لادرکه دي.

اعلامیه زیاتوي چې په فاریاب کې شاوخوا ۱۸۷۰ کورونه ویجاړ او یا هم زیانمن شوي دي.

اوچا څرګنده کړه، چې په فاریاب کې هم ۷۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه سیلابونو لاندې کړې ده.

بل خوا دغه سازمان زیاتوي، چې په غور کې هم سېلابونو ۵۰ تنه وژلي او سلګونه نور یې بې درکه کړي دي.

د اعلامیې پر بنسټ، په غور کې څه باندې ۶ زره کورونه او تر ۱۲۰۰ زیات دوکانونه زیانمن شوي دي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي