د طالبانو ډلې د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ له یو شمېر مشرانو سره وکتل او ویې ویل چې ډېر ژر به د دغه ولایت د زردالو بند تخنیکي چارې پیل شي.
د طالبانو ډلې د اوبو او انرژۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې عبداللطیف منصور په دې کتنه کې په غزني ولایت کې د اوبو او انرژۍ د پروژو په اړه خبرې وکړې.
د غزني ولایت مشرانو د زردالو بند د اهمیت یادونه وکړه او طالب ډلې ته یې د دغې پروژې د عملي کیدو وړاندیز وکړ.
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست دوی ته ډاډ ورکړ چې د زردالو بند تخنیکي مطالعات به په نږدې راتلونکي کې د دغه وزارت د انجینرانو له خوا پیل شي او په راتلونکي کې به یې د شته امکاناتو له مخې عملي چارې پیل شي.
جمهورخبري آژانس