په فراه ولایت کې عامه سرچینې وايي چې وسله والو کسانو په دغه ولایت کې د یوې کورنۍ درې غړي وژلي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه تېره شپه د فراه د ګلستان ولسوالۍ په "فيض اباد" کلي کې هغه مهال رامنځته شوه، چې وسله والو کسانو د يوې کورنۍ پر غړو ډزې وکړې.
سرچينې زياته کړې، چې په دې پېښه کې يو سړى له خپلې مېرمنې او زوى سره وژل شوي دي.
تر اوسه د دې پېښې انګېزه او عاملین نه دي څرګند.
جمهورخبري آژانس