۰

روسیه: طالبان د افغانستان واقعي ځواک دی، ممکن له تور لېسته یې لرې کړو

سی شنبه ۸ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۰۲
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف وايي، طالبان د افغانستان واقعي ځواک دی او کېدای شی له تور لېست څخه یې نوملړ وایستل شي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف وايي، طالبان د افغانستان واقعي ځواک دی او کېدای شی له تور لېست څخه یې نوملړ وایستل شي.
 
رویټرز د روسیې د تاس خبري اژانس په حواله لیکلي، لاوروف دوشنبې د غبرګولي ۷ مه و ویل، مسکو ممکن طالبان د هغو سازمانونو له نوملړه لرې کړي چې د روسیې بندیزونه پرې لګېدلي دي.
 
تاس خبري آژانس ویلي، د روسیې وزیرانو ولسمشر ولادمیر پوتین ته سپارښتنه کړې چې طالبان د بندیزونو له نوملړه وباسي.
 
په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف هم تاس خبري آژانس ته ویلي، چې د بهرنیو چارو او عدلیې وزارتونو له خوا د بندیزونو له نوملړه د طالب مشرانو د نومونو ایستلو دوسیه د ولسمشر پوتین مېز ته رسېدلې ده.
 
طالبان له ۲۰۰۳م میلادي کال راهیسې د روسیې له‌خوا د ترهګرو او ممنوعه ډلو په نوملړ کې دي.
 
کابلوف ویلي، چې طالبانو له واک ته رسېدو راهیسې د رسمیت پېژندنې لپاره ډېر انتظار وایستي، خو ځینې خنډونه لا هم شته چې هغه باید لرې شي، تر څو په رسمیت وپېژندل شي.
 
په ورته وخت کې کابلوف دا هم ویلي، مسکو طالبانو ته بلنه ورکړې چې راتلونکې میاشت په سن پیترسبورګ کې په یوه اقتصادي غونډه کې ګډون وکړي.
 
جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي