د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت د دې ډلې د یوه پلاوي په مشرۍ د قطر پلازمېنې دوحې ته تللی دی.
دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر عبدالمنان عمري نن سه شنبه د غبرګولي په ۸ مه قطر ته روان شو.
د اعلامیې پر بنسټ، دغه طالب چارواکی به له قطري چارواکو سره په قطر کې د افغان کارګرانو د ستونزو او دغه هېواد ته د کارګرانو د قانوني استولو په اړه خبرې وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان تېر حکومت د قطر له حکومت سره د کارګرانو د لېږلو تفاهم لیک لاسلیک کړ. خو تر اوسه دغه تفاهم لیک نه دی عملي شوی.
افغانستان د بېکارۍ او بې وزلۍ له ستر بحران سره مخ دی، په تېره بیا د طالبانو له واکمنۍ وروسته.
جمهور خبري آژانس