د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې ۳ میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي.
دغه سازمان نن د «تغذيې د نړېوالې ورځې» په مناسبت وویل، چې له ۳ میلیونو خوارځواکي ماشومانو څخه یوازې ۱،۳ میلیونو ته یې روغتیايي خدمتونه برابر شوي دي.
د ملګرو ملتونو په وینا، په افغانستان کې مالي کړکېچ او بشري وضعیت پر ماشومانو ډېر اغېز کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې د خوړو نړیوال سازمان ویلي وو، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې ۲،۳ میلیونه امیندواره ښځې له خوارځواکۍ سره مخ دي.
همدارنګه، باکیفیته روغتیایی خدمتونو ته د خلکو نه لاس رسی په افغانستان کې یو له مهمو ننګونو څخه ګڼل کیږی.
جمهورخبري آژانس