په کنړ ولایت کې عامه سرچینې وايي چې طالب جنګیالیو په دغه ولایت کې یو پخوانی سرتېری د زهرجنو موادو په ګولیو وژلی دی.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پخوانى سرتېرى "شاهين الهام" نومېده او څلور ورځې وړاندې د طالبانو له خوا نيول شوى او شکنجه شوى و.
ويل شوي دي چې طالبانو د دغه پخواني سرتيري جسد د چنګاښ په اتمه د کونړ په مرکز اسعداباد ښار کې د هغه کورنۍ ته وسپارل.
تر دې وړاندې یوناما هم په څو پړاوونو کې راپور ورکړی چې طالبانو د عفوې له اعلان سره سم په سلګونو پخواني عسکر نیولي، شکنجه کړي او یا یې وژلي دي.
جمهورخبري آژانس