د فوټبال نړیوال فدراسیون په ازبکستان کې د ۲۰۲۴ کال د فوټسال نړیوال جام سیالیو مهالویش اعلان کړ.
د دې جدول پر بنسټ، د افغانستان ملي لوبډله به د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر میاشتې په ۱۵ مه نېټه د یکشنبې په ورځ د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د «هوموارینا» په لوبغالي کې د نړیوال جام په سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه د انګولا له ملي لوبډلې سره وکړي.
د هېواد د کرکټ د ملي لوبډلې دویمه لوبه به د چهارشنبې په ورځ د سپټمبر په ۱۸مه د ارجنټاین د ملي لوبډلې پر وړاندې په همدې لوبغالي کې ترسره شي.
د هېواد د فوټسال ملي لوبډله به درېیمه لوبه د سې شنبې په ورځ د سپټمبر په ۲۱ مه نېټه د ازبکستان په اندیجان ښار کې د اوکراین له ملي لوبډلې سره وکړي.
د يادونې وړ ده چې د فوټسال نړيوال جام سيالۍ به د سپټمبر له ۱۴مې د اکټوبر تر ۶مې په ازبکستان کې د ۲۴ لوبډلو په ګډون ترسره شي.
افغانستان چې د لومړي ځل لپاره نړیوال جام ته لاره پیدا کړه، په C ګروپ کې به ولوبیږي.
جمهورخبري آژانس