۰

طالبان: د امو سیند له حوزې مو ۶۰ ټنه خام تیل خرڅ کړل

چهارشنبه ۹ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۰۷:۳۶
د طالبانو د سکانونو او پټرولیم وزارت وايي، د امو سیند له حوزې څخه د ۳۳ میلیونه ډالرو په ارزښت را ایستل شوي ۶۰ ټنه خام تیل یې پلورلي دي.
طالبان: د امو سیند له حوزې مو ۶۰ ټنه خام تیل خرڅ کړل
د طالبانو د سکانونو او پټرولیم وزارت وايي، د امو سیند له حوزې څخه د ۳۳ میلیونه ډالرو په ارزښت را ایستل شوي ۶۰ ټنه خام تیل یې پلورلي دي.

دغه وزارت د سه شنبې په ورځ د غبرګولي په ۸ مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دغه اندازه خام تیل د قشغري د نفتو له ساحې څخه را ایستل شوي او د «رضاکارۍ» له لارې پلورل شوي دي.

ویل کیږي چې "یاماپیټرولیم" شرکت دغه داوطلبۍ ګټلې ده.

تر دې وړاندې طالبانو اعلان کړی و چې د امو سیند د نفتو له حوزې څخه د ورځې د استخراج کچه ۱۳۵۰ ټنو ته رسېدلې او د روان کال تر پایه به دغه کچه ۳ زره ټنو ته ورسېږي.

د يادونې وړ ده، چې د امو سيند د نفتو زېرمې د هېواد په شمال کې په سرپل، جوزجان او فارياب ولايتونو کې موقعيت لري.

د دغه کان د استخراج قرارداد طالبانو یوې چینايي کمپنۍ ته ورکړی دی.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي