د افغانستان د ازادۍ جبهه وايي، د دې جبهې ځواکونو په کابل کې د طالبانو پر یوې پوستې د عملیاتو په ترڅ کې د دغې ډلې یو مشر وژلی دی.
دغه محاذ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې دغه عمليات تېره ورځ د غبرګولي په ٨ مه د کابل ښار د اتمې امنيتي حوزې اړوند د کارته نو په سيمه کې ترسره شوي دي.
په اعلامیه کې راغلي چې په دې عملیاتو کې د فضل الدین عثماني په نوم د طالبانو یو مشر وژل شوی دی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې برید کې درې نور طالب جنګیالي هم ټپیان شوي دي.
جمهورخبري آژانس