د بدخشان ځايي سرچينې وايي، د دغه ولايت د راغستان ولسوالۍ د دوو کليو اوسېدونکو د سرو زرو د يوه کان پر سر شخړه کړې ده.
دغه شخړه د جوزا د مياشتې په اتمه نيټه د بدخشان ولايت د راغستان ولسوالۍ د "رباط" او "دير سياب" کليو د اوسېدونکو ترمنځ رامنځته شوه.
ويل کيږي چې وسله والو طالبانو په دې جګړه کې لاسوهنه وکړه او د دوو کليو اوسيدونکي يې په مرميو وويشتل.
سرچينې زياته کړې، چې د وسله والو طالبانو د ډزو په پايله کې يو تن وژل شوى او بل ټپي دى.
جمهورخبري آژانس