۰
د ناروې د کډوالو شورا:

طالبانو په کابل کې د ۶۰۰۰ داخلي بې ځایه شویو کورونو ړنګول پیل کړي

چهارشنبه ۱۶ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۵۶
د ناروې د کډوالو شورا وايي، طالبانو په کابل کې د ۸۰۰ داخلي بې ځایه شویو کورنیو د موقتي سرپناه په ړنګولو کار پیل کړی، چې ټولټال ۶۰۰۰ کسان دي.
طالبانو په کابل کې د ۶۰۰۰ داخلي بې ځایه شویو کورونو ړنګول پیل کړي
د ناروې د کډوالو شورا وايي، طالبانو په کابل کې د ۸۰۰ داخلي بې ځایه شویو کورنیو د موقتي سرپناه په ړنګولو کار پیل کړی، چې ټولټال ۶۰۰۰ کسان دي.

دغې ادارې د سه شنبې په ورځ د جوزا په ۱۵ مه نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي وو چې طالبانو د روانې اونۍ د یکشنبې په ورځ د دغو کورونو نړول پیل کړل.

د ناروې د کډوالو شورا ویلي، چې د طالبانو له دې پرېکړې سره دا کسان یو ځل بیا بې ځایه شوي او ځینو یې ویلي، چې اوس د تګ ځای نه لري.
په کابل کې د ناروې د کډوالو د شورا د دفتر مشر نیل ټرنر وویل چې هغه د طالبانو له خوا د دغو کسانو په جبري شړلو "حیران" شوی دی.

هغه زیاته کړه، "دا په افغانستان کې ځینې زیان منونکي ټولنې دي، چې زموږ ټیمونو په کابل کې خبرې وکړې، دوی راپور ورکړ چې د [طالبانو] چارواکو د کورونو له ویجاړولو وروسته دوی هیڅ ځای نه لري."

د ناروې د کډوالو شورا له طالبانو غوښتي چې د اوږدمهاله حل تر موندلو پورې دې د داخلي بې ځایه شویو د موقتي استوګنځایونو د جبري ایستلو او ویجاړولو مخه ونیسي.

دغه بنسټ ویلي چې افغانستان لا هم په مخ په زیاتیدونکي بشري، اقتصادي او ټولنیز کړکیچ کې ښکیل دی چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال پیل شو.

د ناروې د کډوالو شورا زیاته کړې، چې له پاکستان څخه د شاوخوا ۶۰۰ زره کډوالو او پناه غوښتونکو شړلو په افغانستان کې د کډوالو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راوستی دی.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي