۰

د آلمان د کورنیو چارو وزارت د افغان کډوالو د اخراج په اړه څیړنه کوي

چهارشنبه ۱۶ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۰۴
د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایزر ویلي چې د دغه هېواد د ځینو چارواکو پر وړاندیز غور کوي چې د افغان مهاجرو د اخراج لپاره دې کار وکړي.
د آلمان د کورنیو چارو وزارت د افغان کډوالو د اخراج په اړه څیړنه کوي
د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایزر ویلي چې د دغه هېواد د ځینو چارواکو پر وړاندیز غور کوي چې د افغان مهاجرو د اخراج لپاره دې کار وکړي.

اغلې فایزر د سه شنبې په ورځ د غبرګولي په ۱۵ مه خبریالانو ته وویل، هغه کسان چې د آلمان امنیت ته احتمالي ګواښ دی باید سمدستي وایستل شي.

هغه زیاته کړه، "له همدې امله موږ هر هغه څه کوو چې موږ یې کولی شو داسې لارې چارې ولټوو چې مجرمین او خطرناک خلک سوریې او افغانستان دواړو ته واستوو."

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د جرمني په هپنهایم ښار کې یوه افغان سړي د «اسلام ضد سیاسي» ډلې پر غونډې برید وکړ، چې له دې وروسته ځینو جرمني چارواکو له افغانستان او سوریې څخه د مجرمینو د ایستلو وړاندیز وکړ.

باید وویل شي، چې په دغه برید کې یو جرمني پولیس وژل شوی او د غونډې ۵ ګډونوال ټپیان شوي دي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي