د افغانستان پخوانی پاچا محمد ظاهر شاه دوهم زوی؛ د امریکا په ویرجینیا ایالت کې د ورپېښې ناروغۍ له امله مړ شوی دی.
د احمدشاه وراره محمد نادرنعيم په خپل ټويټر کې ليکلي، چې قابله يې د سه شنبې په ورځ د غبرګولي په ١٥مه په ويرجنيا کې مړه شوه.
احمدشاه د خپل مشر ورور "اکبر ظاهر" له مړینې وروسته د افغانستان د ولیعهد په توګه وټاکل شو.
په همدې حال کې د محمد ظاهرشاه دریم زوی محمد نادر ظاهر هم د ۱۴۰۱ کال په پیل کې په ایټالیا کې مړ شو.
محمد ظاهرشاه؛ د افغانستان پخواني شاه ۶ زامن او ۲ لوڼې درلودې، چې ۳ زامن او یوه لور یې لا ژوندۍ ده.
جمهورخبري آژانس