د ننګرهار سیمه ییزو سرچینو اعلان کړی، چې ترکي ډاکټران په دغه ولایت کې د ۳۱۰ تنو د سترګو ناروغانو وړیا درملنه کوي.
د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست نن چهارشنبه د غبرګولي ۱۶ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې ترکي ډاکټرانو د دغه ولایت په غني خېلو ولسوالۍ کې د سترګو د ۳۱۰ ناروغانو وړیا درملنه وکړه.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د غني خېلو ولسوالۍ په يوه روغتون کې د ترکي ډاکټرانو له خوا د سترګو ځينې حساس عمليات هم ترسره شوي دي.
خبرځاى زياته کړه چې دغو ډاکترانو په ٣٥٠ هغو کسانو چې سترګې يې کمزورې دي، ويشلي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، تر دې وړاندې هم ترکي ډاکټرانو د دغه ولايت په شينوارو ولسوالۍ کې د سترګو د سلګونو ناروغانو په وړيا توګه درملنه کړې ده.
ویل کیږي چې دغه بهیر به د ترکي ډاکټرانو لخوا د ننګرهار په نورو ولسوالیو کې هم دوام ولري.
جمهورخبري آژانس