۰
د اندونیزیا د جوماتونو د شورا مشر:

ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې د اندونیزیا اقتصادي پلاوی کابل ته راشي

چهارشنبه ۱۶ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۲۶
د اندونیزیا د جوماتونو د شورا مشر د طالبانو له اقتصادي مرستیال سره وکتل او ویې ویل چې په نږدې راتلونکي کې به د اندونیزیا یو اقتصادي پلاوی کابل ته راشي.
ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې د اندونیزیا اقتصادي پلاوی کابل ته راشي
د اندونیزیا د جوماتونو د شورا مشر د طالبانو له اقتصادي مرستیال سره وکتل او ویې ویل چې په نږدې راتلونکي کې به د اندونیزیا یو اقتصادي پلاوی کابل ته راشي.

د طالبانو د اقتصادي مرستیال د رسنیو دفتر نن (د غبرګولي ۱۶مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې کتنه کې دواړو لورو د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ پر سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو اړیکو او د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې.

 ملا برادر زیاته کړه چې افغانستان او اندونیزیا د تاریخ په اوږدو کې ښې اړیکې درلودې او اوس دغه اړیکې د پراختیا په حال کې دي.

دغه طالبان وايي، چې د طالبانو امارت د پانګوالو لپاره لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي او د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکوي.

 د اندونیزیا د جوماتونو د شورا مشر وویل چې په نږدې راتلونکي کې به د اندونیزیا یو اقتصادي پلاوی د افغانستان په کانونو کې د پانګونې په موخه کابل ته راشي او په بېلابېلو برخو کې به ګډې اقتصادي همکارۍ وکړي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي