۰

بدخشان کې د غره ښوئيدنه؛ ۶ تنه مړه او ټپیان شول

شنبی ۱۹ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۱۲
د بدخشان له طبيعي پېښو سره د مبارزې اداره وايي، په يمګان ولسوالۍ کې د يوې غونډۍ د ښويېدو له امله شپږ تنه مړه او ټپيان شوي دي.
بدخشان کې د غره ښوئيدنه؛ ۶ تنه مړه او ټپیان شول
د بدخشان له طبيعي پېښو سره د مبارزې اداره وايي، په يمګان ولسوالۍ کې د يوې غونډۍ د ښويېدو له امله شپږ تنه مړه او ټپيان شوي دي.

دې رياست د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې دغه پېښه د جمعې په ورځ د غبرګولي په ١٨مه، د بدخشان ولايت د يمګان ولسوالۍ په "ويني" کلي کې رامنځته شوې ده.

د خبرځاى د څرګندونو له مخې: په دې پيښه کې يوه ښځه ووژل شوه او پنځه تنه نوريې ټپيان شول.

په اعلاميه کې ويل شوي دي چې ددغې پيښې ټپيان ددغې ولسوالۍ په روغتيايي مرکز کې تر درملنې لاندې دي.

جمهورخبري آژانس

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي