۰

د مسکو د فورم دویمه غونډه په تهران کې پیل شوه

شنبی ۱۹ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۲۵
د ایران تسنیم خبری آژانس خبر ورکړی چې د روسیې، چین، ایران او پاکستان د استازیو په ګډون د مسکو د فورم دوهمه غونډه په تهران کې پیل شوه.
د مسکو د فورم دویمه غونډه په تهران کې پیل شوه
د ایران تسنیم خبری آژانس خبر ورکړی چې د روسیې، چین، ایران او پاکستان د استازیو په ګډون د مسکو د فورم دوهمه غونډه په تهران کې پیل شوه.

 دغه غونډه نن شنبه د جوزا په ۱۹مه پیل شوه، چې طالبانو له بلنې سره سره په کې له ګډون څخه انکار وکړ.

په دې غونډه کې د روسیې، چین، ایران او پاکستان له ځانګړو استازو ضمیر کابلوف، یو شیا یونګ، حسن کاظمي قومي او اصف درانی د دوحې د دریمې ناستې په اړه خبرې کوي.

له دې مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي اسیا د برخې عمومي رئیس سیدرسول موسوي د دغې غونډې په اړه وویل: د افغانستان لپاره د سیمه ایزو تماسونو د ډلې غونډه د افغانستان او سیمې لپاره د سولې، ثبات او پرمختګ د سیمه ییزې همکارۍ او همغږۍ پیغام دی.

​​​​​​​جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي