۰

په غور کې يې مېرمن او لور ووژل شول

یکشنبه ۲۰ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۳۸
په غور ولایت کې عامه سرچینې وايي، چې د دغه ولایت په الله یار ولسوالۍ کې یوه مېرمن او لور یې وژلي دي.
په غور کې يې مېرمن او لور ووژل شول
په غور ولایت کې عامه سرچینې وايي، چې د دغه ولایت په الله یار ولسوالۍ کې یوه مېرمن او لور یې وژلي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د يادو دوو کسانو مړي د غبرګولي په ١٩مه، د ځايي اوسېدونکو له خوا د الله يار ولسوالۍ د "اګرم" له کلي څخه موندل شوي دي.

دغه ښځه او د هغې اوه کلنه لور کابو دوه میاشتې وړاندې د شپې له خوا په همدې کلي کې له خپل کور څخه ورک شول.

ويل شوي دي چې تښتوونکو؛ لومړی یې دا دوه کسان ووژل او بیا یې ښخ کړل.

د دې پېښې انګېزه او عاملین لا هم نه دي معلوم.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي