۰
د روغتیا نړیوال سازمان: پ

ه افغانستان کې هره ورځ ۲۴ میندې او ۱۶۷ ماشومان مري

یکشنبه ۲۰ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۱۶:۰۳
د روغتیا نړیوال سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې هره ورځ ۲۴ میندې او ۱۶۷ ماشومان روغتیايي خدمتونو ته د نه لاسرسي له امله مري.
ه افغانستان کې هره ورځ ۲۴ میندې او ۱۶۷ ماشومان مري
د روغتیا نړیوال سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې هره ورځ ۲۴ میندې او ۱۶۷ ماشومان روغتیايي خدمتونو ته د نه لاسرسي له امله مري.

دغه سازمان نن یکشنبه د غبرګولي ۲۰ مه د دغه راپور په خپرولو سره ویلي چې ښځې او ماشومان په افغانستان کې د روغتیايي بحران تر ټولو سختې پایلې لري.

د راپور له مخې، "په خواشینۍ سره، د مخنیوي وړ میندو مړینې هره ورځ د ۲۴ میندو ژوند کوي او هره ورځ ۱۶۷ ماشومان د مخنیوي وړ لاملونو له امله مري."

راپور زیاتوي چې افغان وګړي بې ثباته روغتیايي سیستم زغمي او هره ورځ د خوراکي توکو له کمښت او خوارځواکۍ سره مخ دي.

په راپور کې راغلي چې دا وضعیت د ساري او غیر ساري ناروغیو د پام وړ بوج، پرله پسې ناروغیو خپریدو، سختې وچکالۍ او نورو طبیعي افتونو سره مخ دی.

د روغتیا نړیوال سازمان په ډاګه کړې، چې زده کړو او معیشت ته د نجونو او ښځو د محدود لاسرسۍ له امله د افغان ښځو وضعیت لاپسې خراب شوی دی.

دغه سازمان زیاته کړې چې په افغانستان کې د بشردوستانه مرستو اړتیا د پام وړ زیاته شوې، چې د ۲۰۲۱ کال له اګسټ مخکې له ۱۸.۴ میلیونو کسانو څخه په ۲۰۲۴ کال کې ۲۳.۷ میلیونو ته رسېدلې ده.

د دې سازمان د راپور له مخې، د دې نفوس یوه د پام وړ برخه - شاوخوا ۹.۵ ملیونه خلک چې په ۲۰ زرو کلیو کې ژوند کوي - لاهم لومړني روغتیایی خدماتو ته محدود لاسرسی لري یا هیڅ لاسرسی نه لري.

په راپور کې ویل شوي چې د بودیجې د سخت کمښت له امله به په ټول هېواد کې ۴۲۸ ثابت او ګرځنده روغتیايي مرکزونه د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ او ډسمبر تر منځ په بشپړ ډول وتړل شي او ۳۱۰ نور مرکزونه د بودیجې او اسانتیاوو له سخت کمښت سره مخ دي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي