د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له پاکستان او ایران څخه د څه باندې درې زره افغان مهاجرینو د ویستلو خبر ورکړی دی.
دغه وزارت نن دوشنبه (د غبرګولي ۲۱ مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ۲۷۷۴ افغان کډوال له ایران او ۹۱۱ یې له پاکستانه ایستل شوي او د روانې میاشتې په ۲۰ او ۲۱ نیټه هېواد ته داخل شوي دي.
د خبرپاڼې د معلوماتو پر بنسټ، ياد شوي کډوال د اسلام کلا، تورخم او سپين بولدک د پولو له لارې له شړلو وروسته هېواد ته داخل شوي وو.
له پاکستان څخه د افغان مهاجرینو ایستل په داسې حال کې کیږي چې په وروستیو میاشتو کې له ګاونډیو هیوادونو په ځانګړې توګه له ایران او پاکستان څخه د افغان مهاجرینو د ویستلو لړۍ ډیره شوې ده.
جمهورخبري آژانس