د طالبانو د ډلې د لارښوونې، حج او اوقافو وزارت اعلان وکړ چې د دغې ډلې د لارښود، حج او اوقافو سرپرست وزیر نور محمد ثاقب د اسلامي هیوادونو د حج د وزیرانو په غونډه کې ګډون وکړ.
د طالبانو تر کنټرول لاندې دغه وزارت نن (د غبرګولي ٢٢مه) په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې دغه سيمينار د "حج الکبري" په نوم ياد شوى او د سعودي عربستان د حج او عمرې د وزير توفيق بن فوزان العربي په وينا سره پرانيستل شو.
طالبانو ویلي چې دغې غونډې ته د اسلامي هېوادونو تر ۵۰۰ ډېر چارواکي او علما بلل شوي دي.
جمهورخبري آژانس