۰

د خوړو نړیوال سازمان له افغانستان سره د ۶۵۰ میلیونه ډالرو مرستې غوښتنه وکړه

سی شنبه ۲۲ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۲۷
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال سازمان د افغانستان له خلکو سره د مرستو د رسولو د شپږ میاشتني پروګرام د تمویل لپاره د ۶۵۰ میلیونو ډالرو غوښتنه وکړه.
د خوړو نړیوال سازمان له افغانستان سره د ۶۵۰ میلیونه ډالرو مرستې غوښتنه وکړه
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال سازمان د افغانستان له خلکو سره د مرستو د رسولو د شپږ میاشتني پروګرام د تمویل لپاره د ۶۵۰ میلیونو ډالرو غوښتنه وکړه.

دغه سازمان نن سه شنبه د غبرګولي ۲۲ مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په افغانستان کې له اړمنو سره د مرستو د رسولو پرېکړه؛ دا رقم فنډ ته په عاجله توګه اړتیا ده.

د دغه سازمان د اعلامیې پر بنسټ، په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو کې له ریکارډ لوږې وروسته په افغانستان کې د خوړو خوندیتوب یو څه ښه شوی دی. خو بیا هم له څلورمې برخې څخه زیات نفوس د ژوندي پاتې کیدو لپاره خوراکي مرستو ته اړتیا لري.

نړیوالو سازمانونو لا دمخه راپور ورکړی چې سږ کال به په افغانستان کې 23.7 میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا ولري.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي