د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینیټ وايي، دا د منلو وړ نه ده چې نجونې دې زر ورځې له زده کړو لیرې وي.
بینیټ په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د زده کړو مخه نیول شوې میلیونونه نجونې لا هم خپل خوبونه نه دي پوره کړي.
هغه زياته کړه، چې د زرګونو ورځو لپاره له زده کړو څخه د نجونو محروميت د تصور وړ او د منلو وړ نه دى.
بینیټ ټینګار وکړ: "موږ باید د انجونو سره ودریږو."
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې ښوونځيو او پوهنتونونو ته د ښځينه زده کوونکو پر ورتګ بنديز ول.
د طالبانو له دې فرمان څخه ۱۰۰۰ ورځې تېرې شوې دي.
جمهورخبري آژانس