۰

متقي د ایران د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سره ټیلیفوني خبرې کړې دي

چهارشنبه ۳۰ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۰۷:۵۳
د طالبانو د ډلې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوی امیر خان متقی د ایران د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر علی باقري کني سره په ټیليفون خبرې وکړې او د دغې ډلې او ایران د اړیکو په پراختیا یې ټینګار وکړ.
متقي د ایران د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سره ټیلیفوني خبرې کړې دي
د طالبانو د ډلې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوی امیر خان متقی د ایران د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر علی باقري کني سره په ټیليفون خبرې وکړې او د دغې ډلې او ایران د اړیکو په پراختیا یې ټینګار وکړ.

د طالبانو د ډلې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پرون په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې ښاغلي کني د ایران د مرحوم ولسمشر او د بهرنیو چارو د وزیر د جنازې په مراسمو کې د طالبانو د امارت له پلاوي مننه وکړه او ویې ویل، دا سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو او رغنده اړیکو استازیتوب کوي.

ښاغلي کني د غزې په اړه د دواړو هېوادونو د ګډ دریځ ستاینه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې د اسلامي نړۍ نور هېوادونه هم د غزې د مظلومیت په اړه خپل غږ پورته کړي.

متقي همدا راز وويل، چې موږ د ګاونډيو هېوادونو په هر غم او خوښۍ کې ورسره شريک يو.

نوموړي زیاته کړه چې د طالبانو امارت په تیرو دریو کلونو کې د ایران له اسلامي جمهوریت سره په اقتصادي او سیاسي برخو کې ښې لاسته راوړنې لري او اړتیا ده چې دغه همکاري او همغږي نوره هم پیاوړې شي تر څو په ټولو برخو کې ښه پرمختګونه ووینو.

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وویل، افغانستان یو ازاد او خپلواک هېواد دی او په چارو کې یې لاسوهنه د هیچا په ګټه نه ده او یوازې په همکارۍ، تفاهم او مشورې سره په بېلابېلو برخو کې اغېزمن پرمختګ کېدای شي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي