۰

د بښنې نړیوال سازمان د طالبانو د حساب ورکولو لپاره نړیوالې هڅې کمزورې بللې

چهارشنبه ۳۰ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۲۸
د بښنې نړیوال سازمان وايي، د طالبانو د حساب ورکولو لپاره نړیوالې هڅې، په ځانګړې توګه د ښځو پر وړاندې د دې ډلې د کړنو د مخنیوي لپاره، کمزورې دي.
د بښنې نړیوال سازمان د طالبانو د حساب ورکولو لپاره نړیوالې هڅې کمزورې بللې
د بښنې نړیوال سازمان وايي، د طالبانو د حساب ورکولو لپاره نړیوالې هڅې، په ځانګړې توګه د ښځو پر وړاندې د دې ډلې د کړنو د مخنیوي لپاره، کمزورې دي.

په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینیټ د نوي راپور په غبرګون کې دغه سازمان ویلي، چې د بشري حقونو شورا باید د طالبانو د حساب ورکولو لپاره نور اقدامات وکړي.

دغه سازمان د طالبانو په واکمنۍ کې د افغان ښځو او نجونو د انساني کرامت په وړاندې د تبعیض او بې احترامۍ له بنسټیز سیستم سره سمدستي د چلند لپاره د نړیوالې ټولنې پر همغږي تګلارې ټینګار کړی دی.

د دغه سازمان په وینا دوه میلیونه نجونې څه باندې زر ورځې له زده کړو بې برخې دي. په لسګونو مظاهره کوونکي ښځې هم ورکې شوې، په خپل سر نیول شوي او شکنجه شوي دي.

د بښنې نړیوال سازمان زیاته کړې چې افغان ښځې له جدي رواني وضعیت او اقتصادي بحران سره مخ دي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي