د فراه ولایت په پرچمن ولسوالۍ کې د دوو کورنیو د غړو ترمنځ د شخړې په پایله کې ۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه نښته د لوى اختر په لومړۍ ورځ (دوشنبه د غبرګولي په ٢٨مه) دفراه ولايت دپخمان ولسوالۍ په "بشنګ" کلي کې رامنځته شوه.
سیمه ییزو طالبانو ویلي، چې په دې جګړه کې ۳ تنه وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.
په وژل شویو کې یو سړی، یوه ښځه او یو ماشوم شامل دي.
ويل کيږي چې ددغې پيښې عاملين په تيښته بريالي شوي دي .
د دغې شخړې لامل او انګیزه لا هم معلومه نه ده.
جمهورخبري آژانس