د جرمني د کورنیو چارو وزیره نانسي فایزر وايي، هېواد یې له بېلابېلو هېوادونو سره له افغانستانه د مجرمینو د ایستلو په اړه پټې خبرې پیل کړي دي.
اغلې فایزر "نوین اوسنابروکر" ورځپاڼې ته ویلي چې حکومت له طالبانو سره له خبرو پرته د مجرمینو د ایستلو د لارو چارو په لټه کې دی.
هغه زیاته کړه، "موږ له بېلابېلو هېوادونو سره پټې خبرې اترې لرو، څو افغانستان ته د اخراج د امکان لپاره لارې چارې ولټوو؛ موږ په دې برخه کې ډېر کار کوو، څو وکولای شو د خطرناکو اسلامپالو او د تاوتریخوالي عاملین له افغانستانه وباسو."
د هغه په وينا، موخه يې دا ده چې هغه کډوال ژر تر ژره شړل شي چې د سزا تر پوره کېدو وروسته يې جرم کړى وي.
آغلې فایزر په ښکاره ډول د خبرو اترو د یوه هیواد په اړه څه ونه ویل. خو تر دې مخکې د «شپیګل» مجلې خبر ورکړی و چې آلمان په پام کې لري چې د ازبکستان په څیر د یوه دریم هیواد له لارې افغانستان ته د مهاجرو د اخراجولو په اړه غور وکړي.
په همدې حال کې افغان کډوال په دې وروستیو کې پر پولیسو او نورو افغان او الماني اتباعو د چاقو په بریدونو تورن شوي چې د ډېرو خبرو لامل شوي دي. د جرمني حکومت اعلان کړی چې مجرم کډوال به اخراج کړي.
جمهورخبري آژانس