د افغانستان د ملي مقاومت جبهې اعلان وکړ چې د دغې جبهې ځواکونو په کابل کې څلور تنه وسله وال طالبان وژلي او ټپيان کړي دي.
دغه ډلې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې تېره شپه په کابل ښار کې د طالبانو په یوه پوسته د دوی د ځواکونو په برید کې ۲ تنه طالب جنګیالي وژل شوي او د دغې ډلې ۲ تنه نور جنګیالي ټپیان شوي دي.
د خبر په اساس دغه برید تیره شپه شاوخوا ۸ بجې د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند د ګل سرخ څلور لارې په سیمه کې د طالبانو په یوه پوسته ترسره شو.
د مقاومت جبهې وویل چې په دغو عملیاتو کې د دوی ځواکونو ته زیان نه دی رسیدلی.
جمهورخبري آژانس