د بښنې نړیوال سازمان عمومي منشي اګنیس کالامار وايي، د دوحې غونډه د ښځو فعالانو او د بشري حقونو د مدافعینو له ګډون پرته باطله ده.
د دوحې د غونډې په څنډه کې، کالامار ټینګار وکړ چې د افغان ښځو او نجونو حقونه د خبرو اترو وړ نه دي او دوی باید په دوحه کې د ملګرو ملتونو د غونډې په مرکز کې وي.
د هغه په وينا، که په افغانستان کې د بشري حقونو کړکېچ په سمه توګه ونه څېړل شي او د ښځو د حقونو مدافعان او د افغانستان د مدني ټولنې نور اړوند اړخونه په کې ګډون ونه کړي، د غونډې اعتبار به له خطر سره مخ شي.
هغه زیاته کړه، د دوحې په غونډه کې د بشري حقونو په اړه د بنسټیزو بحثونو پرېښودل د منلو وړ نه دي.
کامر اشاره وکړه چې د دوحې په غونډه کې د هغوی د ګډون د یقیني کولو لپاره د طالبانو شرطونو ته تسلیمېدل د جبر نظام ته د مشروعیت ورکولو خطر لري. داسې نظام چې په وحشیانه ډول یې له ټولنې څخه ټولې ښځې لیرې کړې او د هغوی اساسي حقونه یې له منځه یوړل.
دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې د دوحې ناسته په څو ورځو کې د ملګرو ملتونو په کوربه توب د یادو هېوادونو د ځانګړيو استازو او د طالبانو د استازو په ګډون جوړه شي.
ویل شوي چې په دې غونډه کې به د مدني ټولنې استازي او د افغان ښځو د حقونو فعالان ګډون ونه کړي.
جمهورخبري آژانس