۰

ملګرو ملتونو د دوحې په غونډه کې د ښځو د نه ګډون په اړه غبرګون وښود

یکشنبه ۳ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۰۲
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازې روزا اوتنبایوا د دوحې په غونډه کې د ښځو د نه ګډون په غبرګون کې ویلي، چې ځانګړي استازي به خپلې غوښتنې مطرح کړي.
ملګرو ملتونو د دوحې په غونډه کې د ښځو د نه ګډون په اړه غبرګون وښود
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازې روزا اوتنبایوا د دوحې په غونډه کې د ښځو د نه ګډون په غبرګون کې ویلي، چې ځانګړي استازي به خپلې غوښتنې مطرح کړي.

د اسوشیېټډ پرېس د راپور له مخې مېرمن اوتنبایوا ټینګار کړی، چې د دوحې په درېیمه غونډه کې د ملګرو ملتونو پر سر هېڅوک شرطونه نه لګوي.

تر دې مخکې طالبانو ویلي وو چې په دې غونډه کې د ګډون لپاره د دوی یو شرط د افغان ښځو د استازو نه‌شتون دی.

خو؛ د ملګرو ملتونو استازې زیاته کړه، "هیڅ افغان ښځه به ګډون ونه کړي، د ملګرو ملتونو سیاسي مرستیاله روزماري ډی کارلو به د دې غونډې مشري وکړي. د افغانستان په چارو کې ۲۲ ځانګړي استازي چې ښځې دي هم د دوحې په درېیمه غونډه کې ګډون کوي. لری به."

باید وویل شي، چې د دوحې په درېیمه ناسته کې د افغان مېرمنو نه ګډون د بشري حقونو د بنسټونو له سختو نیوکو سره مخ شوی دی.

تر دې مخکې د بشري حقونو د څار ادارې اجرایوي مشرې تیرا حسن ویلي و، چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا پر ښځو او نجونو د سخت فشار سره سره ملګري ملتونه په پام کې لري چې د ښځو حقونه پرته له دې چې په اجنډا کې وي یوه غونډه جوړه کړي.

د بخښنې نړیوال سازمان عمومي منشي اګنیس کالمارډ هم ویلي، که په افغانستان کې د بشري حقونو کړکېچ ته په کافي اندازه رسیدګي ونه شي او د ښځو د بشري حقونو مدافعین او د افغان مدني ټولنې نور اړخونه په کې ګډون ونه کړي، د دې غونډې اعتبار به له لاسه ورکړي.

خو اوتونبایوا هیله څرګنده کړه چې د طالبانو یو پلاوی به د دوحې په راتلونکې غونډه کې د دې ډلې د بهرنیو چارو د وزیر امیر خان موتاغي په مشرۍ ګډون وکړي.

په دوحه کې درېیمه غونډه د ملګرو ملتونو په کوربه توب او د افغانستان لپاره د هېوادونو د ځانګړو استازو په حضور کې د جون له ۳۰مې د جولای تر لومړۍ نېټې جوړېږي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي