۰

احمد مسعود: که طالبان ټاکنې ومني، د خلکو ارادې ته به غاړه کېږدو

سی شنبه ۵ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۲۴
د افغانستان د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود وايي، که طالبان ټاکنې ومني، د خلکو ارادې ته به غاړه کېږدي.
احمد مسعود: که طالبان ټاکنې ومني، د خلکو ارادې ته به غاړه کېږدو
د افغانستان د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود وايي، که طالبان ټاکنې ومني، د خلکو ارادې ته به غاړه کېږدي.

مسعود تېره شپه په ویانا کې د څلور اړخیزو غونډو په ترڅ کې ټینګار وکړ چې که طالبان د انتخاباتو او د خلکو د ارادې له لارې خپل مشروعیت ترلاسه کړي، د دې ډلې مخالفین به هم د هېواد د خلکو ارادې ته تسلیم شي.

هغه د غونډې ګډونوالو ته په ټینګار سره وویل، موږ او تاسو باید د خلکو لپاره تصمیم ونه نیسو او په یوه پراخه نقطه کې توافق ته ورسوو او په دې بهیر کې خپل اتحاد او تنظیمونه پیاوړې کړو او د مخالفینو اکثریت راغونډ کړو. راځئ چې یو لوري ته لاړ شو ترڅو خلک د انتخاب حق ولري."

مسعود د ويانا د غونډې له ګډونوالو وغوښتل، چې له دې پروسې څخه په جدي توګه کار واخلي، څو داسې ورځ راشي، چې دا ډول فرصت په لاس کې نه وي.

هغه همداراز ټینګار وکړ، چې د طالبانو ظلمونه پر یوه ځانګړي قوم او ژبې نه دي؛ بلکې دې ډلې له هر ډول توپیر څخه د افغانستان د ټولو وګړو ازادي اخیستې ده.

ښاغلي مسعود په داسې حال کې چې د وسله والو مخالفینو پر یووالي د ټینګار په ترڅ کې وویل چې طالبانو ته د افغانستان تسلیمول یوه لویه نړیواله او سیمه ییزه لوبه وه.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د افغانستان تر واک لاندې راوستلو سره خپل مخالفین سخت ځپلي او افغان ولس یې تر بشپړو محدودیتونو لاندې راوستی دی.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي