د افغانستان د بشري حقونو د کمیسیون پخواني مشر شهزاد اکبر د دوحې له غونډې څخه د ښځو وتل د ملګرو ملتونو لپاره د شرم خبره وبلله.
مېرمن اکبر تېره ورځ د سرطان په ۴مه په خپله ایکس پاڼه کې د یوې پوښتنې په ځواب کې لیکلي چې د دوحې درېیمه غونډه به په افغانستان کې د میلیونونو نجونو له زده کړو بې برخې کېدو په اړه څه وکړي؟
هغې زیاته کړه، "دا واقعیا د شرم ځای دی چې ملګرو ملتونو او یو تصادفي صوفیانه حکومت [د طالبانو رژیم] پریکړه وکړه چې افغان میرمنې د افغانستان په اړه له یوې نړیوالې غونډې څخه بهر کړي."
د يادونې وړ ده، چې د دوحې غونډه به څو ورځې وروسته د ملګرو ملتونو په کوربه توب د يادو هېوادونو د ځانګړيو استازيو او د طالبانو د استازو په ګډون جوړه شي.
ویل شوي چې د دوحې له غونډې مخکې او وروسته پلان لري چې له ښځینه فعالانو او د افغانستان د مدني ټولنې له ډلو سره سلا مشورې وکړي، خو دوی به په هغو غونډو کې ګډون ونه کړي چې طالب چارواکي پکې حضور ولري.
د دوحې په غونډه کې د افغانستان د ښځینه فعالانو نه ګډون د فعالانو او د بشري حقونو د بنسټونو له نیوکو سره مخامخ شوی دی.
خو؛ ملګرو ملتونو ویلي دي چې د دوحې په غونډه کې به د افغان ښځو غوښتنې یو له هغو مرکزي مسایلو څخه وي چې د هیوادونو د ځانګړي استازو له خوا به مطرح شي.
جمهورخبري آژانس