د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی چې د هرات ولایت په اوبې ولسوالۍ کې یې یوه ښځه په وهلو وهلې ده.
دې محکمې د یوې خبرتیا په خپرولو سره ویلي چې دا ښځه د دوشنبې په ورځ د سرطان په څلورمه د «زنا» په تور په عام محضر کې وهل شوې وه.
د اعلامیې پر بنسټ، د طالبانو سیمه ییزې محکمې دغې ښځې ته ۳۹ دُرې ورکړې.
د طالبانو لخوا د تورنو کسانو فزیکي او ساحوي مجازات په ځانګړې توګه په عامو خلکو کې د بشري حقونو د سازمانونو له توند غبرګون سره مخ دي.
خو؛ طالبانو د افغانستان تر نیولو وروسته هم دا ډول کړنو ته دوام ورکړی دی.
جمهورخبري آژانس