په ننګرهار کې ځايي سرچينې وايي، د يوه سړي مړى له شاوخوا څلورو مياشتو بې درکه شوى و.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د عبدالرووف په نوم د دغه سړي مړى د سرطان په ٤مه، د دوشنبې په ورځ د ننګرهار په پچيراګام ولسوالۍ کې موندل شوى دى.
سرچينې زياته کړې، چې دغه سړى شاوخوا څلور مياشتې وړاندې د خوګياڼو ولسوالۍ له "ترمي" سيمې څخه نادرکه شوى و.
ویل کېږي چې د دغه سړي پر بدن د مرمۍ نښې موندل شوي دي.
سرچینه زیاتوي، چې عبدالروف له ۴ کوچنیانو ژوندی پاتې دی.
جمهورخبري آژانس