د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د سویلي افریقا د کرکټ ملي لوبډلې څخه په ماتې کولو سره د ۲۰۲۴ کال شل اوریزه نړیوال جام سیالیو څخه بهر شوه.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د سویلي افریقا د کرکټ ملي لوبډلې څخه په ماتې کولو سره د ۲۰۲۴ کال شل اوریزه نړیوال جام سیالیو څخه بهر شوه. دغه لوبه نن پنشنبې د سرطان په ۷ مه په ویسټ انډیز کې ترسره شوه، چې د سویلي افریقا د کرکټ ملي لوبډلېد افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ته د ۹ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه. په دې لوبه کې د افغانستان ملي لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه او په ۲۰ اورونو کې یې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره یوازې ۵۶ منډې جوړې کړې. خو؛ د لوبې په دوهمه نیمايي کې د سویلي افریقا د کرکټ ملي لوبډلې ورکړل شوی هدف په اسانۍ سره ترلاسه کړ او یوازې د یوه لوبغاړي په له لاسه ورکولو سره یې میدان وګاټه. د یادولو وړ ده چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د لومړي ځل لپاره د ۲۰ اوریزه نړیوال جام نیمه پایلوبې ته ورسیده. ملي لوبډله په کوالیفاینګ پړاو او ۱۶ پړاو کې په خپلو اتلولیو {پنځو بریاو او دوو ماتو} سره دې پړاو ته رسېدلې وه. دغې لوبډلې په لومړي پړاو او ۱۶ پړاو کې دوو پیاوړو لوبډلو نیوزیلنډ او اسټرالیا ته ماتې ورکړې وه. جمهورخبري آژانس