د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د مراکش د فوټسال ملي لوبډلې سره په دوو دوستانه سیالیو کې لوبېږي. دغه فدراسیون نن د سرطان میاشتې په ۹مه نېټه اعلان وکړ چې د مراکش پر وړاندې د دغه هېواد د فوټسال ملي لوبډلې دوه دوستانه سیالۍ به د روان کال د جولای په ۱۰مه او ۱۳مه نېټه د مراکش په کوربه توب د تړلو دروازو تر شا ترسره شي. د اعلامیې پر بنسټ، د دغو دوو لوبو ټول لګښتونه د افغانستان د فوټبال فدراسیون له بودیجې ورکول کېږي. د افغانستان د فوټبال فدراسیون اعلان کړی چې دغه لوبې به د ۲۰۲۴ کال د فوټبال نړیوال جام له پیل مخکې د ملي فوټسال ملي لوبډلې د چمتووالي په موخه په لاره واچول شي. د يادونې وړ ده، چې د هېواد د فوټسال ملي لوبډلې د لومړي ځل لپاره نړيوال جام ته لار پيدا کړه. جمهورخبري آژانس