په تخار کې سیمه ییزې سرچینې وايي، په دغه ولایت کې د طالبانو ترمنځ د نښتې په پایله کې ۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په تخار کې سیمه ییزې سرچینې وايي، په دغه ولایت کې د طالبانو ترمنځ د نښتې په پایله کې ۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه د دوشنبې په ورځ د سرطان په ١١مه، د تخار ولايت د چاهاب ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده. سرچينې زياته کړې، چې په دې پېښه کې د چاهاب ولسوالۍ د مرکز قوماندان مولوي برهان الدين بدخشي په دې ولسوالۍ کې د طالبانو د يوه زندان له قوماندان سره جګړه کړې ده. ويل کيږي چې په دې پيښه کې يو وسله وال طالب وژل شوى او د دغې ډلې درې تنه نور جنګيالي ټپيان شوي دي. د دې پېښې لامل او انګیزه تر اوسه معلومه نه ده. جمهورخبري آژانس